د ایران او پاکستان د تجارتي او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار
د پاکستان ملي امنیت سلاکار، له اسلامي ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې ناصر خان جنجوعه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په یولو سره ، له ایران سره د اړیکو د هر اړخیزې پراختیا په ضرورت په ټینګار سره وویل: له تهران سره د اړیکو پراختیا د اسلام اباد لپاره ډیر اهمیت لري.
دغه پاکستاني مقام هیله وکړه چې د دواړو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو اړیکې تر پخوا زیاتې په ټولو برخو په تیره بیا د اقتصاد او تجارت په برخه کې زیاتې شي.
د شمیرنو له مخې په تیرو نهو میاشتو کې له ایرانه پاکستان ته د صادراتو اندازه او ه فیصده او له پاکستانه ایرانه ته د صادراتو اندازه دوه څلویښت فیصده زیاته شوې، په تیرو نهو میاشتو کې پاکستان ته د ایران د صادراتو اندازه ۶۳۴ میلیونه ډالره او ایران ته د پآکتسان د صادراتو اندازه ۳۴۸ میلیون ډالره وه.