د پاکستان او سعودي د ګډو سمندري مشقونو شروع
د سعودي او پاکستان ګډ سمندري فوځي مشقونه په فارس خليج کښې شروع شول.
د سعودي الوطن سائيټ د رپوټ له مخې « سمندري وږمه يولس» او « د ساحل ډال څلور» نومې ګډ سمندري مشقونه له نن څخه د سعودي په ختيځو سواحلو کښې د ملک عبدالعزيز سمندري اډه کښې د سعودي او پاکستان د سمندري ځواکونو په ګډون سره شروع شول.
دغه مشقون په داسې حال کښې جوړيږي چې د پاکستان او سعودي ترمېنځ تعلقات او د يمن په مظلوم ولس باندې د آل سعود واکمنانو د تېريو دوام د پاکستان د خلقو قهم او کرکه راپارولے ده.
د پاکستان پارلېمان په يوې رائې اخېستنه کښې د يمن په جنګ کښې د اسلام آباد مداخلت په پرېکنده توګه رد کړ او په دغه جنګ کښې د پاکستان د بې طرف پاتې کېدو غوښتنه يې وړه، د نواز واکمن ګوند چارواکو د پارلېمان رائې ته بې له پامه په سعودي کښې د يمن په خلاف د خودساخته فوځي ائتلاف د مشر په توګه د پاکستان د فوځ د پخواني مشر لپاره اجازه نامه صادره کړه.