سیمه ایزامن اوثبات دافغانستان له امنیت اوثبات سره تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65555-سیمه_ایزامن_اوثبات_دافغانستان_له_امنیت_اوثبات_سره_تړلی_دی
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان وئیلی دی په پاکستان کې تیت پرک ترهه ګر په دغه هیواد کې موجود د کابو دوه نیم میلیون افغان کډوالو له شتونه ناوړه استفاده کوی او دغه راز په سرحدی کرښود امنیت د پیاوړو سسټمونو دنه شتون له امله هم ترهه ګر ناسمه استفاده کوی ، نوځکه پکار ده چې دافغانستان او پاکستان په پولې کې امنیتی تابیاوې لاښې او سختې شی . هغه وئیلی هیچا ته د پآکستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو په ضد دعملیاتو اجازت نه ورکوی او له ګاونډیانو هم هیله لری چې همدغه شان کار وکړی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Feb 14, 2018 07:57 Asia/Kabul
  •  سیمه ایزامن اوثبات دافغانستان له امنیت اوثبات سره تړلی دی

دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان وئیلی دی په پاکستان کې تیت پرک ترهه ګر په دغه هیواد کې موجود د کابو دوه نیم میلیون افغان کډوالو له شتونه ناوړه استفاده کوی او دغه راز په سرحدی کرښود امنیت د پیاوړو سسټمونو دنه شتون له امله هم ترهه ګر ناسمه استفاده کوی ، نوځکه پکار ده چې دافغانستان او پاکستان په پولې کې امنیتی تابیاوې لاښې او سختې شی . هغه وئیلی هیچا ته د پآکستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو په ضد دعملیاتو اجازت نه ورکوی او له ګاونډیانو هم هیله لری چې همدغه شان کار وکړی .

زمونږخبریال ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ  دپاکستان دپوځ    آئی ایس پی آر   ادارې بیګا  دیوې ا علامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې  د افغانستان ،ناټو ،امریکا اوپاکستان د لوړپوړو پوځی چارواکو په  غونډې کې  پخپلې وینا کې وئیلی دی  پاکستان  دترهه ګرو ټول پټنځایونه اومرکزونه تباه کړی دی  او هیچا ته د خپل ګاونډی هیواد په ضد  دترهه ګرو  اقداماتو  اجازت نه ورکوی .

جنرال باجوه پخپلې وینا کې  روښانه کړې و دسیمه ایزې سولې اوثبات  لاره د افغانستان له لارې تیریږی  که افغانستان  باثباته نه وی نو سیمه ایز ثبات اوسوله هم  امکان نه لری .سیمه په ځان له سره نه ،بلکې  د ټولو په غږملتیا او ملګرتیاؤ سره ترقی کولی شی .