سیمه ایزامن اوثبات دافغانستان له امنیت اوثبات سره تړلی دی
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان وئیلی دی په پاکستان کې تیت پرک ترهه ګر په دغه هیواد کې موجود د کابو دوه نیم میلیون افغان کډوالو له شتونه ناوړه استفاده کوی او دغه راز په سرحدی کرښود امنیت د پیاوړو سسټمونو دنه شتون له امله هم ترهه ګر ناسمه استفاده کوی ، نوځکه پکار ده چې دافغانستان او پاکستان په پولې کې امنیتی تابیاوې لاښې او سختې شی . هغه وئیلی هیچا ته د پآکستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو په ضد دعملیاتو اجازت نه ورکوی او له ګاونډیانو هم هیله لری چې همدغه شان کار وکړی .
زمونږخبریال ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ آئی ایس پی آر ادارې بیګا دیوې ا علامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې د افغانستان ،ناټو ،امریکا اوپاکستان د لوړپوړو پوځی چارواکو په غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی پاکستان دترهه ګرو ټول پټنځایونه اومرکزونه تباه کړی دی او هیچا ته د خپل ګاونډی هیواد په ضد دترهه ګرو اقداماتو اجازت نه ورکوی .
جنرال باجوه پخپلې وینا کې روښانه کړې و دسیمه ایزې سولې اوثبات لاره د افغانستان له لارې تیریږی که افغانستان باثباته نه وی نو سیمه ایز ثبات اوسوله هم امکان نه لری .سیمه په ځان له سره نه ،بلکې د ټولو په غږملتیا او ملګرتیاؤ سره ترقی کولی شی .