هند ته د پاکستان خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65599-هند_ته_د_پاکستان_خبرداری
 د پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ؛ اسلام آباد به د هند له خوا د هر ډول احتمالی حملې په وړاندی، جدی عکس العمل وښیې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2018 14:00 Asia/Kabul
  • هند ته د پاکستان  خبرداری

 د پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ؛ اسلام آباد به د هند له خوا د هر ډول احتمالی حملې په وړاندی، جدی عکس العمل وښیې.

«خرم دستګیرخان» پرون سه شنبه، د دې خبرې په کولو سره؛ چی د پاکستان خلګ او پوځ به د دغه هیواد له هر لویشت خاورې څخه دفاع وکړی، وویل: هند؛ له هیڅ ډول مدرک پرته، په ترهه ګرو حملو د پاکستان د تورنولو پرځای باید، د پاکستان په ضد له خپلو جاسوسانو څخه د ملاتړ په باره کی، ځواب ویونکئ اوسی.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونی؛ د هند د دفاع وزیر «نیرمالاسیتارامان»، د څرګندونو په ځواب ګنلی کیږی؛ چی پاکستان ته یی د غچ اخیستونکی حملې ګواښ وکړ. د هند دولت همداراز باوری دئ، چی د یاد هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر تاوتریخوالی او نا آرامۍ، د پاکستان له خوا لارښوونه او پلانیږی، او په همدی دلیل د اسلام آباد دولت؛ تل په غچ اخیستو ګواښی.  

د هند د دفاع وزیر څرګندونی؛ چی په سرینګر کی یی د یاد هیواد تر کنټرول لاندی کشمیر د اعلی وزیرې«محبوبه مفتی» سره په

کتنه کی مطرح کړې، په همدې زمینه کی د پام او غور وړ دی. دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان دولت، هند پدی تورنوی چی ملامتیا د نورو غاړی ته اچوی، او باوری دئ چی د نوی ډیلی دولت، تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی له خپلو جنایتونو څخه، د خلګو او عمومی افکارو د پام اړولو لپاره، اسلام آباد؛ د هند تر کنټرول لاندی کشمیر په چارو کی، په لاس وهنی تورنوی.

د کشمیر د چارو څیړاندئ«پرکاش ملک» پدې باره کی وایی:

« د محبوبه مفتی په مشرۍ د هند تر کنټرول لاندی کشمیر دولت، نه دی کړای شوی سوله ایزې حل لارې ته د رسیدو لپاره، له خلګو سره خبری اترې پیل کړی. دا پداسی حال کی ده؛ چی سیمه ایز دولت باید په کشمیر کی د حالاتو د ښه کیدو لپاره، ملاتړ کونکی رول ولوبوی».

په ۱۹۴۷ م کال کی د هند او پاکستان د خپلواکۍ له وخت څخه، دواړه هیوادونه د کشمیر د مالکیت په سر، له یو او بل سره اختلاف لری، او د دې مسئلې په سر یی دوی ځلې جګړه کړې ده. سره له دې حاله، هند هماغه راز د کشمیر د لانجې د ختمولو لپاره، پر پوځی حل لاری ټینګار لری، پداسی حال کی چی د دغې حل لارې ماته کاملاً څرګنده شوې ده. خو له دې کبله چی د هند دولت؛

د کشمیر د بحران له حلیدو سره کومه علاقه نه لری، د پخوا په شان په پوځی حل لارې ټینګار کوی.

د هند د پنجاب صوبی د پوهنتون استاد؛ پروفیسور«راشمی سودا پوری» باوری دئ:

« د کشمیر لانجه او کړکیچ، د هند او پاکستان د اړیکو په تاریخ کی، یو لرغونئ اختلاف دئ، او پدې سیمه کی د څو لسیزو نا آرامۍ، د دغې مسئلې د هوارۍ لپاره د لازمې ارادې د نشتوالی نښه ده، دا شان چی د دغو کلونو په اوږدو کی پدې زمینه کی د هر دواړو هیوادونو له خوا، کافی ملاتړ سرته نه دئ رسیدلئ.

پدغو شرایطو کی یواځی د ملګرو ملتو سازمان کولای شی، د کشمیر د برخلیک ټاکلو په باره کی د خپل پریکړه لیک د اجرا کولو لپاره، پخپلو هلو ځلو سره، د نړۍ یو ډیر پخوانئ کړکیچ ختم کړی. داسی کړکیچ چی که دوام ومومی، او د هند او پاکستان د مشرانو له کنټرول څخه ووځی؛ کولای شی په یو اټمی جنګ هم واوړی، چی د هند پوځی مقامونو ځینی وختونه د هغه په هکله خبری کړی دی.

پدی حال کی، د کشمیر په چارو کی د اروپایی هیوادونو مداخلې 

کولای شی له پخوا څخه په زیاته اندازه د کشمیر د کړکیچ پیچلتیا ارته کړی، چی پدی صورت کی هوارۍ یی نا شونی کیږی.