پاکستان؛ امریکی ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65643-پاکستان_امریکی_ته_خبرداری_ورکړ
د پاکستان داخله وزیر؛ امریکی ته په خطاب کی خبردارئ ورکړ: د پاکستان په خاوره کی د امریکی هر ډول یو اړخیز عملیات، د اسلام آباد سره کرښه ګڼله کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2018 09:10 Asia/Kabul
  • پاکستان؛ امریکی ته خبرداری ورکړ

د پاکستان داخله وزیر؛ امریکی ته په خطاب کی خبردارئ ورکړ: د پاکستان په خاوره کی د امریکی هر ډول یو اړخیز عملیات، د اسلام آباد سره کرښه ګڼله کیږی.

د ایرنا د نننی راپور په اساس، د پاکستان داخله وزیر«احسن اقبال» چی په امریکا کی دئ؛ له«سی؛ان؛ان» شبکې سره په مرکه کی وویل: د پاکستان په  خاوره کی د امریکی له خوا هر ډول عملیاتو ته ځواب ورکوؤ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تاکید وکړ: په یاد هیواد دباؤ اچول؛ د اسلام آباد ویرول او په هغه د غوښتنو تپل به، هیڅکله کومه ګټه ونه لری.

په همدی حال کی په امریکا کی د پاکستان سفیر« اعزاز احمد چودری» هم، پرون چهارشنبه؛ پدې خبرې سره چی اسلام آباد، په افغانستان کی د نورو د ماتې ځواب ویونکئ نه دئ؛ وویل: د اسلام آباد او واشنګټن اړیکی باید؛ د افغانستان د مشکلاتو تر اغیز لاندی  لاړ نه شی.