پاکستاني پوځیانو د کشمیر په ګډه پوله کښې پنځه هندي عسکر ووژل
Feb 16, 2018 12:57 Asia/Kabul
د پاکستان سرحدي ځواکونو د کشمیر په کنټرول لاین کښې پر پاکستاني ملکیانو د هند د سرحدي ځواکونو د ډزو په ځواب کښې په دغه سیمه پنځه هندي عسکر ووژل.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پوځ بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د کشمیر په کنټرول لاین سیمه کښې د ښوونځي په ګاډي د هندي ځواکونو له حملې او د دغه ګاډي د چلونکي له وژل کیدو وروسته پاکستاني عسکرو په دغه سیمه کښې د هندي پوځیانو پر سنګرونو ډزې وکړي او پنځه پوځیان یې ترې وژلي او څو نور یې زخمي کړي دي.
ټیګونه