عربستان د پاکستان دفاعي انډیوال دی
د پاکستان دفاع وزیر سعودي عربستان د اسلام آباد د حکومت دفاعي شریک وباله.
تسنیم خبري آژانس د پاکستان د ایکسپریس نیوز په حواله لیکلي چې خرم دستګیر خان وویل: د اسلام آباد حکومت د عربستان په شمول له څو هیوادونو سره دفاعي هوکړې لري او هڅه کوي چې په دفاعي برخه کښې له دغه هیواد سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
له عربستان سره د اسلام آباد د حکومت د دفاعي اړیکو په پراختیا باندې ټینګار په داسې حال کښې دی چې د پاکستان خلک د یمن د خلکو خلاف د آل سعود رژیم د جنایتونو او په سیمه کښې له ترهګرو ډلو د دغه هیواد د ملاتړ په وجه له ریاض سره د عربستان د اړیکو د غوڅیدو غوښتونکي دي.
د پاکستان دفاع وزیر په عین حال کښې زیاته کړه چې د سویلي آسیا د ټولو ستونزو ذمه وار، د نوي ډیلي چارواکي دي.
خرم دستګیر وویل: د هند حکومت هڅه کوي چې د دریمګړو هیوادونو په کارولو ره د پاکستان کورنی امنیت خراب کړي.