سعودی عربستان ولې بیا د پاکستان لمن نیولی ده ؟
-
پاکستان باید ځان له ایران سره د سعودي عربستان په دښمنۍ یا دیمن په جنګ کښې ښکیل نکړي
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان پوځیان له اول څخه دیمن دجنګ لومړیو کرښو ته نه استول کیدل او اکثره د ائتلافی هیوادونو په تیره د مصر له عسکرو دجګړې په لومړۍ کرښې کښې استفاده کیدله .
خو اوس دمصر پوځیان دیمن دجنګ په لومړیو کرښې کښې له جنګ او مقابلې کولو ډډه کوی نو پردې اساس سعودی عربستان یوځل بیا د پاکستان لمن نیولی ده .
دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجواد د فرورۍ دمیاشتې په پینځلسمه(۱۵) نیټه په پنډۍ کښې د پوځ په مرکز کښې په اسلام اباد کښې دسعودی عربستان له سفیر نواف المالکی سره کتنه وکړه .
دپاکستان د پوځ دمشر او دسعودی عربستان دسفیر په دغه کتنه کښې دغه موافقه وشوه چې د پاکستان یوشمیر نور پوځیان به سعودی عربستان ته واستول شی خو شمیر یې پټ ساتل شوی دی .
سعودی عربستان ته دپاکستان دنورو عسکرو داستول کیدا په اړه وویل شو چې ددغو پوځیانو دنده به یوازې دسعودی عربستان عسکرو ته د روزنې ورکول وی او له هغوې څخه به په سرحدی جنګ کښې استفاده ونشی .
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر ایی ایس پی ار (ISPR)د راپور پراساس پاکستان له وړاندې څخه په سعودی عربستان کښې یوزر یوسل اتیا (۱۱۸۰)پوځیان لری چې په نولس سوه دوه اتیایم(۱۹۸۲) میلادی کښې دیوې(۱) موافقې پراساس دغه هیواد ته استول شوی دی .
د ویلوده چې پاکستان د سعودی عربستان په مشرۍ د هغه یوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو د پوځی ائتلاف غړی هم دی چې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا له ترهګرۍ سره دتش په نامه د مبارزې لپاره جوړ شوی دی او ددغه ائتلاف مشر هم د پاکستان دپوځ پخوانی رئیس متقاعد جنرال راحیل شریف دی .
داپه داسې حال کښې دی چې د دوه زره پینځلسم(۲۰۱۵) میلادی کال په اپریل میاشت کښې د پاکستان د ملی پارلمان(National Assembly) او د مشرانو جرګې سینا (Senate) په ګډې غونډې کښې دیمن جنګ ته دپاکستان دعسکرو د استولو په موضوع غور وشو او د مشرانو جرګې او د پارلمان لخوا یو(۱) ګډ پریکړه لیک هم تصویب شو چې پکښې ویل شوی پاکستان به د یمن په جنګ کښې بې پلوه ماتی شی او یوازې هغه وخت به جنګ ته ورګډ شی چې سعودی عربستان یا په دغه هیواد کښې سپیڅلیو ځایونو ته ګواښ ورپیښ شی .
خو دپاکستان پوځ اوس وویل چېسعودی عربستان ته به یونامعلوم شمیر نور پوځیان واستوی .
د پاکستان د رسنیو د راپور پراساس د پوځ د عمومی اړیکو ددفتر ایی ایس پی ار(ISPR) لخوا دغه لنډ اعلان دغه اندیښنه رامینځته کړه چې د پوځ په دغه فیصلې سره د ملی پارلمان او د مشرانو جرګې لخوا غوره کړې شوی فیصلې بې ارزښته کیږی او له مینځه ځی .
دپاکستان ملی پارلمان او مشرانو جرګې سینا هم د پوځ لخوا د پټې فیصلې په اړه غبرګون وښود او د مشرانو جرګې سینا (Senate) دفاع وزیر غلام دستګیر احضار کړ.
دپاکستان ملی پارلمان له خارجه وزارت څخه هم توضیح غوښتی دی چې د هیواد عسکر ولې او دکومو شرایطو پراساس عربستان ته استول کیږی .
دپاکستان ملی پارلمان او د مشرانو جرګې له مرکزی حکومت او پوځ څخه غوښتی دی چې باید توضیح ورکړی او که چیرې حکومت او پوځ ملی پارلمان او مشرانو جرګې ته توضیح ورنکړی نو له یوه(۱) کړکیچ سره مخامخ هیواد(سعودی عربستان ) ته د عسکرو استول به بدې پایلې ولری .
د پاکستان په مطبوعاتو او رسنیو کښې هم راغلی دی که څه هم دسعودی عربستان او دپاکستان اړیکې ډیرې مهمې دی او هرچیرې چې د دواړو هیوادونو د ګټو خبره وی نو داسلام اباد او د ریاض ملګرتیا ضروری او مهمه ده خو د سعودی عربستان ټولې ملی ګټې د پاکستان له ملې ګټو سره سمون نه خوری .
د پاکستان ډان (Dawn)ورځپاڼې راپور ورکړی دی اوس معلومه شوی ده چې د سعودی عربستان په مشرۍ دیوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو پوځی ائتلاف یوازې د ایران پرضد جوړ کړی شوی دی .
پر دې اساس په دغه پوځی ائتلاف کښې ګډون کول او دیمن په روان جنګ کښې ورګډیدل چې مشرۍ یې سعودی عربستان کوی هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی .
دغه ورځپاڼه زیاتوی پاکستان له ایران اسلامی جمهوریت سره اوږد سرحد او تاریخی اړیکې لری او که چیرې د قطر پرضد د سعودی عربستان دباو زیات شی په دې بڼه کښې به له قطر او ایران سره د پاکستان اړیکې هم تر اغیز لاندې ورشی .
ډان (Dawn)ورځپاڼه زیاتوی دا د پاکستان په ګټه ده چې له ټولو هیوادونو سره انډوله اړیکې ولری .
داپه داسې حال کښې دی چې د پاکستان دپوځی چارو کارپیژاند او متقاعد جنرال غلام مصطفی وایی هغه نوی عسکر چې پاکستان به یې عربستان ته واستوی د سعودی عربستان په مشرۍ د یوڅلویښتو (۴۱)هیوادونو د پوځی ائتلاف یوه برخه شي چې مشرۍ یې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف کوی .
دپاکستان نور پوځی او سیاسی کارپیژاندی هم باوری دی دې ته په پام سره چې پاکستان له یوې(۱) خوا په ختیځو سرحدونو کښې له هندوستان سره په جنګ بوخت دی او له بلې خوا هم له افغانستان سره په لویدیځو سرحدونو کښې مشکل لری او امریکا هم د افغانستان د مشکل مسول پاکستان بولی نو پردې اساس پاکستان باید ځان له ایران سره د سعودی عربستان په دښمنۍ یا دیمن په جنګ کښې ښکیل نکړی .
د ویلوده چې سعودی عربستان دیمن له خلکو په تیره بیا له حوثیانو سره په مقابلې او جنګ کولو کښې پاتې راغلی دی او اکثره د مصر او دنورو بهرنیو هیوادونو پوځیان دیمن سرحد ته استول کیږی چې اکثره یې وژل کیږی هم او اوس د مصر او دنورو بهرنیو هیوادونو پوځیان دیمن له خلکو سره له جنګ کولو ډډه کوی او همدغه چاره ده چې سعودی عربستان یو(۱)ځل بیا د پاکستان لمن نیولی ده .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو د پوښتو خپرونې مدیر
د ۲۰۱۸ میلادی کال د فرورۍ ۱۹ نیټه