دپاکستان مشرانو جرګې په دفاع وزیر نیوکه وکړه
-
دپاکستان پارلمان او خلک سعودي عربستان ته نورو عسکرو له استولو سره مخالف دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت سعودی عربستان ته د نوروعسکرو په اړه د تفصیل له ورکولو ډډه کړی ده .
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر پرون سعودی عربستان ته د نورو زیاتو عسکرو د استولو د یواړخیزه فیصلې په اړه د تفصیل له ورکولو ډډه وکړه او د مشرانو جرګې سینا مشر رضا ربانی هم خرم دستګیر ته خبرداری ورکړ چې د پارلمان سپکاوی کوی
دپاکستان د فاع وزیر خرم دستګیر سعودی عربستان ته دنورو عسکرو داستولو د تفصیل له ورکولو ډډه کولو وروسته د مشرانو جرګې سینا مشر رضا ربانی مشرانو جرګې ته دهغه معلومات ورکول رد کړل .
دپاکستان دفاع وزیر مشرانو جرګې سینا ته دمعلوماتو د ورکولو په وخت دغه خبره ایشوا کړه چې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سعودی عربستان ته دنوروعسکرو د استولو اجازه ورکړی ده نو دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی وویل مونږ باید پارلمان ته د سپکاوی په خاطر د دفاع وزیر او دلومړی وزیر پرضد اقدام وکړو .
دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی په دفاع وزیر خرم دستګیر نیوکه وکړه چې سعودی عربستان ته دنوروعسکرو د استولو په هکله یې پارلمان نه دی خبر کړی خو دفاع وزیر او لومړی وزیر څو میاشتې مخکې له دغه چارې خبرې وو.
دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر وویل سعودی عربستان ته دنورو زرګونو پوځیانو له استولو سره سره پاکستان بې پلوه پاتې کیږی .
دپاکستان پارلمان په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په ګډې غونډې کښې یو(۱) پریکړه لیک تصویب کړی وو چې پکښې ویل شوی وو دغه هیواد به د مینځنی ختیځ په کوم جنګ کښې ګډون ونکړی .
دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر دغه راز وویل چې یوزر(۱۰۰۰) نور عسکر د سعودی عربستان د پوځیانو د روزنې لپاره دغه هیواد ته استول کیږی .
د پاکستان دمشرانو جرګې یوه(۱) غړی فرحت الله بابر هم په دغه غونډې کښې د فاع وزیر خرم دستګیر ته وویل مشرانو جرګه د ستا په خبرو ډاډ نلری او زیاته یې کړه د دفاع وزیر له څرګندونو سره سره ټولې اندیښنې پرخپل ځاې پاتې دی .
دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی هم د فاع وزیر خرم دستګیر ته وویل چې ته له پارلمان څخه هیڅ خبره پټه نشی ساتلی او هغه ته یې وړاندیز وکړ چې په راتلونکی غونډه کښې په سعودی عربستان کښې د نویو عسکرو د دیره کیدا په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړی .
خو د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر دمشرانو جرګې د مشر رضا ربانی دغه وړاندیز رد کړ او ویلی زه سعودی عربستان ته دنویو عسکرو د استولو په هکله نور تفصیل نشم درکولای .
دپاکستان دفاع وزیر د مشرانو جرګې مشر رضا ربانی ته وویل ته پوښتنه مه کوه چی د پاکستان نوی عسکر به د سعودی عربستان په کومه سیمه کښې دیره شی .
دپاکستان پارلمان او خلک سعودی عربستان ته نورو عسکرو له استولو سره مخالف دی خو پوځ او حکومت بیا هم سعودی عربستان ته د پوځیانو داستولو موافقه کړی ده .