دپاکستان عسکر د یمن په جبۍ کښې ښکیلیدلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65991-دپاکستان_عسکر_د_یمن_په_جبۍ_کښې_ښکیلیدلی_شی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مشرانو جرګې یوه (۱)غړی فرحت الله بابر چې دپیپلز ګوند یو مهم مشر هم دی د مشرانو جرګې سینا(Senate) غونډې ته په وینا کښې یو ځل بیا سعودی عربستان ته دنورو عسکرو د استولو د فیصلې په اړه اندیښنه وښودله او ویې ویل دغه خطر شته چې دپاکستان پوځیان دیمن جنګ ته ورګډ کړې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 01:42 Asia/Kabul
  • دپاکستان پوځ او حکومت د پارلمان په فیصلو او دریځونو سترګو پټولو سره سعودي عربستان ته دنوروعسکرو د استولو فیصله کړي ده .
    دپاکستان پوځ او حکومت د پارلمان په فیصلو او دریځونو سترګو پټولو سره سعودي عربستان ته دنوروعسکرو د استولو فیصله کړي ده .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مشرانو جرګې یوه (۱)غړی فرحت الله بابر چې دپیپلز ګوند یو مهم مشر هم دی د مشرانو جرګې سینا(Senate) غونډې ته په وینا کښې یو ځل بیا سعودی عربستان ته دنورو عسکرو د استولو د فیصلې په اړه اندیښنه وښودله او ویې ویل دغه خطر شته چې دپاکستان پوځیان دیمن جنګ ته ورګډ کړې شی .

فرحت الله بابر وویل سعودی عربستان ته د پاکستان د عسکرو د استولو په هکله زما اندیښنه پرخپل ځاې پاتې ده او دفاع وزیر خرم دستګیر هم عربستان ته د نویو عسکرو د استولو په اړه له ځواب او تفصیل ورکولو ډډه کړی ده .

د پاکستان دمشرانو جرګې سینا (Senate)غړی فرحت الله بابر وویل که چیرې سعودی عربستان ته دپاکستان نور استول کیدونکی پوځیان دیمن او دسعودی عربستان په سرحد کښې دیره کړې شی نو هغوې دیمن په جبۍ کښې ښکیلیدلی شی .

هغه وویل دغه خبره باید په ډاګه شی چې سعودی عربستان ته د پاکستان نور  استول کیدونکی پوځیان به دسعودی عربستان په سرحد کښې دیره شی یا دا چې یمن ته واستول شی چې په جنګ کښې ګډون وکړی .

دپاکستان دمشرانو جرګې سینا  (Senate)دغه غړی زیاته کړه خلک به ډیر زر دغه خبره واوری چې دپاکستان عسکر یمن  ته لاړ دی او زیاته یې کړه که  داسې وشول  نو یوه(۱) غمیزه به وی .

دپاکستان دمشرانو جرګې سینا مشر رضا ربانی هم یوځل بیا سعودی عربستان ته دنورو عسکرو د استولو دفیصلې دپټ ساتلو په وجه په مرکزی حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل سیاستوالان د پارلمان د بالادستۍ(Supermacy) خبره کوی او ایا دا د پارلمان بالادستۍ ده .

دپاکستان پوځ او حکومت د پارلمان په فیصلو او دریځونو سترګو پټولو سره سعودی عربستان ته دنوروعسکرو د استولو فیصله کړی ده چې دغه چاره دخلکو او دسیاسی ګوندونو دغصې سبب شوی ده .