پاکستان باید ځان دیمن په جنګ کښې ښکیل نکړی
-
د نورو په استازي توب جنګونو کښې د پاکستان ګډون هیواد ته زیات تاوانونه رسولي دي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری سعودی عربستان ته دعسکرو استول د هیواد له کورنیو حالاتو او سیاستونو سره په تضاد کښې وبلل .
هغه پرون په اسلام اباد کښې په خبری کانفرنس کښې سعودی عربستان ته دپوځیانو د استولو لپاره د پوځ دفیصلې په اړه وویل عربستان د حرمین شریفین د ساتنې په اړه د پلمو دلټولو پرځاې باید په یمن کښې روان جنګ او ددغه هیواد دمظلوموخلکو پرضد بمباریانې بند کړی .
راجه ناصر عباس جعفری وویل سعودی عربستان د حرمین شریفین د ساتنې لپاره عسکرو ته ضرورت نلری بلکې دغه هیواد په یمن د تیریو د زیاتولو لپاره د مرستو د ترلاسه کولو کوشش کوی .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری داسلام اباد حکومت ته په خبرداری سره وویل دپاکستان حکومت باید دیمن په کړکیچ کښې د لاسوهنې پرځاې د مینځګړی رول ولوبوی .
هغه وویل د نورو په استازی توب جنګونو کښې د پاکستان ګډون هیواد ته زیات تاوانونه رسولی دی .
جعفری وویل له بده مرغه د پاکستان دبې ګټې بهرنی سیاستونو په دلیل نن سبا نړۍ له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې داسلام اباد د قربانیو او سرشیندونو قبلولو ته چمتو نه ده .