پاکستان باید ځان دیمن په جنګ کښې ښکیل نکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66003-پاکستان_باید_ځان_دیمن_په_جنګ_کښې_ښکیل_نکړی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری سعودی عربستان ته دعسکرو استول د هیواد له کورنیو حالاتو او سیاستونو سره په تضاد کښې وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • د نورو په استازي توب جنګونو کښې  د پاکستان ګډون هیواد   ته زیات تاوانونه رسولي دي .
    د نورو په استازي توب جنګونو کښې د پاکستان ګډون هیواد ته زیات تاوانونه رسولي دي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری سعودی عربستان ته دعسکرو استول د هیواد له کورنیو حالاتو او سیاستونو سره په تضاد کښې وبلل .

هغه پرون په اسلام اباد کښې په خبری کانفرنس کښې سعودی عربستان ته دپوځیانو د استولو لپاره د پوځ دفیصلې په اړه وویل عربستان د حرمین شریفین د ساتنې په اړه د پلمو دلټولو پرځاې باید په یمن کښې روان جنګ او ددغه هیواد دمظلوموخلکو پرضد بمباریانې بند کړی .

راجه ناصر عباس جعفری وویل سعودی عربستان د حرمین شریفین د ساتنې لپاره  عسکرو ته ضرورت نلری بلکې دغه هیواد په یمن د تیریو د زیاتولو لپاره د مرستو د ترلاسه کولو کوشش کوی .

دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری داسلام اباد حکومت ته په خبرداری سره وویل دپاکستان حکومت باید دیمن په کړکیچ کښې د لاسوهنې پرځاې د مینځګړی رول ولوبوی .

هغه وویل د نورو په استازی توب جنګونو کښې  د پاکستان ګډون هیواد   ته زیات تاوانونه رسولی دی .

جعفری وویل له بده مرغه د پاکستان دبې ګټې بهرنی سیاستونو په دلیل نن سبا نړۍ له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې داسلام اباد د قربانیو او سرشیندونو قبلولو ته چمتو نه ده .