خواجه آصف: د پاکستان په ضد د امریکی پلان ماته وخوړله
د پاکستان خارجه وزیر وویل: امریکی؛ د ترهه ګرو د مالی ملاتړو په لیسټ کی د پاکستان د نوم د راوستو لپاره، د نورو هیوادونو د ملاتړ په جلبولو کی ماته خوړلې ده.
د ایرنا د نن چهارشنبې د راپور په اساس، خواجه محمد آصف زیاته کړه: امریکی او بریتانیې څو اونۍ وړاندی، په پاریس کی د« پولیسو وینځلو په ضد د مالی اقدام د ځانګړی ډلې » په غونډه کی، د ترهه ګرو ډلو د مالی ملاتړ کونکو په نړیوال لیسټ کی، د پاکستان د نوم د راوستو لپاره، نقشه سنجولې وه.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: په پاریس کی د « پیسو وینځلو په ضد د مالی اقدام د ځانګړی ډلې » غونډه؛ د ټروریزم د ملاتړو هیوادونو په لیسټ کی، د پاکستان د نوم په راوستو کی، کومی خاصی نتیجی ته نه ده رسیدلې.
په پاریس کی مستقر؛ د نړیوال سازمان د پیسو وینځلو په خلاف د مالی اقدام ځانګړې ډله، د مالی ناروا او غیر قانونی فعالیتونو په ضد مبارزه کی بین المللی معیارونه ټاکی .