دپاکستان سترې محکمې بیا دنوازشریف پرضد رایه ورکړه
-
دپاکستان پخوانی وزیر نوازشریف له خپلې میرمنې ، دوو(۲) زامنو او لور سره یوځاې په ډیرو مالي درغلیو او مالي فساد تورن دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان سترې محکمې(Supreme Court) په یوه(۱) حکم کښې پخوانی وزیر نوازشریف چې له کاره لیرې کړی شوی دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې له مشرۍ څخه څنګ ته کړ .
د پاکستان دسترې محکمې(Supreme Court) د رایې پراساس نوازشریف چې د مالی درغلیو په دلیل له لومړی وزارت څخه څنګ ته کړې شوی دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې د مشرۍ صلاحیت نلری او ددغه ګوند دمشر په توګه نشی ټاکل کیدلای .
د پاکستان سترې محکمې (Supreme Court)دغه راز وویل د مسلم ګوند په نوازشریف څانګې د نوازشریف د مشرۍ په پړاو کښې د هغه فیصلو هیڅ ډول اعتبار نه درلود او هغه کاندیدان چې د مشرانو جرګې سینا په راتلونکو انتخاباتو کښې دبرخه اخیستلو لپاره دنوازشریف لخوا معرفی شوی دی باید د هغه د ځاې ناستی لخوا یوځل بیا د مشرانو جرګې دانتخاباتو په سیالیو کښې دګډون اجازه ترلاسه کړی .
د روان میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې د پاکستان د عمومی انتخاباتو او د مشرانو جرګې د ټاکنو د ترسره کیدا په درشل کښې د سترې محکمې(Supreme Court) په راې سره د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې حالت له جدی مشکل سره مخامخ شوی دی .
د پاکستان سترې محکمې(Supreme Court) د روان میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې نوازشریف د مالی درغلیو په تور له لومړی وزارت څخه لیرې کړی وو .
دپاکستان پخوانی لومړي وزیر نوازشریف له خپلې میرمنې ، دوو(۲) زامنو او لور سره یوځاې په ډیرو مالی درغلیو او مالی فساد تورن دی .