پاکستان دترهګرو ډلو ملاتړی نومول کیږی
-
د مالي اقدام نړیواله اداره د اوه (G-7)ډلې دهیوادونو یعني د امریکا، انګلستان ، کاناډا ، فرانسې ، ایټالیا ، جرمني او دجاپان په غوښتنه جوړه شوي ده .
زمونږ خبریال وایی د مالي اقداام نړیواله اداره (Financial Action Task Force)یوځل بیا پاکستان په خاکستری فهرست (Grey List)کښې شاملوی .
له دې مخکې هم د پاکستان نوم تر دریو(۳) کلونو پورې یعنی تر ۲۰۱۵ میلادی کال پورې په دغه فهرست کښې شامل وو .
د مالی اقدام دنړیوالې ادارې(Financial Action Task Force) دغه اقدام د امریکا تر دباو لاندې او د پاکستان پرضد د دباونو د زیاتولو په هدف سره ترسره کیږی .
د مالی اقدام نړیواله اداره(Financial Action Task Force) په ۱۹۸۹ میلادی کال کښې او د ترهګرۍ د مالی مرسته کونکو هیوادونو پرضد د اقدام کولو په هدف سره جوړه شوی ده او د دغه ادارې مرکز او دفتر هم د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې دی .
انګلستان ، فرانسه او جرمنی د ترهګرو د مرسته کونکو هیوادونو په فهرست کښې د پاکستان دنوم د لیکلو لپاره د مالی اقدام په نړیوالې ادارې (Financial Action Task Force) دباو راوستلو کښې دامریکا د اقدام ملاتړ کوی .
د مالی اقدام نړیواله اداره د اوه (G-7)ډلې دهیوادونو یعنی د امریکا، انګلستان ، کاناډا ، فرانسې ، ایټالیا ، جرمنی او دجاپان په غوښتنه جوړه شوی ده .