پاکستان به دترهګرۍ د مخنیوی لپاره اقدامات وکړی
Feb 24, 2018 13:51 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ دمخنیوي لپاره د پاکستان د اقداماتو په هکله ډاډمن نه دی .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل حکومت به د ترهګرو دمالی تامین او د پیسو د وینځلو دمخه د نیولو لپاره اقدامات پیاوړی کړی .
هغه وویل دترهګرۍ پرضد د پاکستان اقدامات له بل هروخت څخه ښه دی خو اسلام اباد اوس هم دامریکا له دباونو سره مخ دی .
پاکستان پرون د مالی اقدام دنړیوالې ادارې له اقدام څخه بچ پاتې شوی او نوم یې دترهګرو د مالی ملاتړو هیوادونو په فهرست کښې شامل نه کړی شو
امریکا او انګلستان په ګډه دمالی اقدام دنړیوالې ادارې په فهرست کښې د پاکستان دنوم د شاملولو لیک (Letter)وړاندې کړی وو .
دغه راز سپینې ماڼۍ وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ دمخنیوی لپاره د پاکستان د اقداماتو په هکله ډاډمن نه دی او واشنګټن پاکستان د خپلو اقداماتو مسول ګڼی .
ټیګونه