پاکستان به دترهګرۍ د مخنیوی لپاره اقدامات وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66237-پاکستان_به_دترهګرۍ_د_مخنیوی_لپاره_اقدامات_وکړی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل حکومت به د ترهګرو دمالی تامین او د پیسو د وینځلو دمخه د نیولو لپاره اقدامات پیاوړی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 13:51 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ دمخنیوي لپاره د پاکستان د اقداماتو په هکله ډاډمن نه دی .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ دمخنیوي لپاره د پاکستان د اقداماتو په هکله ډاډمن نه دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل حکومت به د ترهګرو دمالی تامین او د پیسو د وینځلو دمخه د نیولو لپاره اقدامات پیاوړی کړی .

هغه وویل  دترهګرۍ پرضد د پاکستان اقدامات له بل هروخت څخه ښه دی خو اسلام اباد  اوس هم دامریکا له دباونو سره مخ دی .

پاکستان پرون د مالی اقدام دنړیوالې ادارې له اقدام څخه بچ پاتې شوی او نوم یې  دترهګرو د مالی ملاتړو هیوادونو په فهرست کښې شامل نه کړی شو

امریکا او انګلستان په ګډه دمالی اقدام دنړیوالې ادارې په فهرست کښې د پاکستان دنوم د شاملولو لیک (Letter)وړاندې کړی وو .

دغه راز سپینې ماڼۍ وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ دمخنیوی لپاره د پاکستان د اقداماتو په هکله ډاډمن نه دی او واشنګټن پاکستان د خپلو اقداماتو مسول ګڼی .