د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د يو ترهه ګر وژله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66253-د_پاکستان_په_بلوچستان_صوبه_کښې_د_يو_ترهه_ګر_وژله
د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې يو ترهه ګر په هلاکت ورسوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 16:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د يو ترهه ګر وژله

د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې يو ترهه ګر په هلاکت ورسوۀ.

له اسلام آباده زمونږ  خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ نن په يوې بيانيه کښې وويل، په دغو عملياتو کښې يو ترهه ګرو ووژل شو او يولس نور ونيول شول.

د دغه رپوټ له مخې په دغو عملياتو کښې د ترهه ګرو په خلاف د ردالفساد نومې فوځي عملياتو برخه ده له ترهه ګرو څخه يوه اندازه درنې او سپکې وسلې او چاودېدونکي مواد هم ونيوې شول.

بلوچستان صوبه د پاکستان له ناامنو صوبو څخه ګڼل کيږي چې د لشکر جهنګوي او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو اکثر عناصر پکښې شتون لري.