رضايي: د ایران نوې ستراتیژي به ستاسو بنسټونه له منځه یوسي
Sep 03, 2026 05:27 Asia/Kabul
پارس ټوډې ــ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، دښمن ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به وویني، د جګړې په ډګر، ډیپلوماسۍ او د اقتصادي محاصرې پر وړاندې د ایران نوې ستراتیژي به د هغوی بنسټونه له منځه یوسي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، سرلشکر محسن رضايي د چهارشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي:
«تاسو په دې لاس او پښو وهلو سره، نه یوازې له هغې دوزخ څخه چې خپله مو د ځان لپاره جوړ کړی، نه شئ وتلی؛ بلکې ډېر ژر به ووینئ چې د جګړې په ډګر، ډیپلوماسۍ او د اقتصادي محاصرې پر وړاندې د ایران نوې ستراتیژي به ستاسو بنسټونه له منځه یوسي.»
ټیګونه