پاکستان ته د امريکائي لوړ رتبه پلاوي ناڅاپه سفر
د واشنګټن او اسلام آباد ترمېنځ د تاوتريخوالي له زياتېدو سره په يو وخت لوړ رتبه امريکائي پلاوے له پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته لاړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د ډونالډ ټرمپ خاص مرستيال، د ملي امنيت مشر او د امريکې د خارجه وزارت ځينې چارواکي د دغه پلاوي غړي دي چې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير احسن اقبال او د ملي امنيت د مشرۍ تهمينه جنجوعه په په شمول د دغه هېواد له ځينو چارواکو سره کتنه او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تاوتريخوالي د کمولو په باره کښې خبرې وکړي
احسن اقبال په دغه کتنه کښې وويل: د نورو هېوادونو لپاره په زور او تاوتريخوالي سره په ترهه ګرۍ غلبه نه شي کېدې.
پاکستان ته د امريکائي پلاوي سفر په داسې حال کښې دے چې تېره هفته واشنګټن کوشش کړے ؤ چې د پاکستان نوم د ترهه ګرۍ د ملاتړ هېوادونو په لېسټ کښې راولي خو په دغه کار کښې کامياب نه شو.
د امريکې او پاکستان تعلقات د ۲۰۱۷ کال له اګست څخه د دغه هېواد په خلاف د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تورونو وروسته خړ پړ شوي دي. ټرمپ په ځلو پاکستان د ترهه ګرۍ د مرکز په توګه ياد کړے دے چې دغې موضوع د دغه هېواد د خلقو او چارواکو قهر راپارولے