امریکا د ایران پرضد جنګ کښې ماتې خوړلې ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ډیموکراټ ګوند د لږګیو مشر «حکیم جفریس» د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنګ غواړو سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د ایران پرضد د امریکا تیریګر او بې دلیله جنګ ماتې خوړلې ده.
هغه په یوه خبري کانفرنس کښې وویل: د ډونالډ ټرامپ او د ریپبلیکن ګوند تر مشرۍ لاندې اقتصاد غمیزه ده او غلطې لارې ته دوام ورکوي.
د امریکا د ډیموکراټ ګوند دغه لوړرتبه استازي حکیم جفریس زیاته کړه هغه فیصلو چې ترسره شوې دي د ایران پرضد دغه نه سنجول شوي او ډیر لګښته جنګ ماتې خوړلې ده او اوس د اساسي بدلون وخت رارسیدلی دی.
جفریس د ټرامپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو شعارونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ هغه ژمنه کړې وه چې له لومړۍ ورځې څخه لګښتونه کم کړي خو له هغه وخت راهسې چې ټرامپ سپینې ماڼۍ ته رسیدلی دی په امریکا کښې لګښتونه نه یوازې کم شوي نه دي بلکې زیات شوي هم دي او په دغه هیواد کښې د خلکو ژوند ډیر سخت شوی دی خو ریپبیلکن ګوند د خلکو ژوند ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
دغه راز د امریکا له کیلي فورنیا ایالت څخه د کانګرس استازی «جوډي چو» په یوه پیغام کښې د ولسمشر ټرامپ په سیاستونو باندې نیوکې سره ټینګار کړی ټرامپ د امریکا د متوسطو کورنیو د ژوند لګښتونه زیات کړي او د سترو شرکتونو او د شتمنو میلیارډرانو مالیات یې کم کړي دي.