دامریکائی موخو لپاره خپلې ملی ګټې نه شوقربانی کولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66599-دامریکائی_موخو_لپاره_خپلې_ملی_ګټې_نه_شوقربانی_کولی
د پاکستان خارجه وزیر ووئیل دافغان ولسمشر اشرف غنی له خوا د له طالبانو سره له کوم شرط پرته دخبروااترو دبلنې ملاتړ کوو ، که په افغانستان کې د سولې اوا من د ټینګولو لپاره له پاکستانه درول لوبولو غوښتنه وشی ، نو حتما به دغه کار وکړوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 11:29 Asia/Kabul
  • دامریکائی موخو لپاره خپلې ملی ګټې نه شوقربانی کولی

د پاکستان خارجه وزیر ووئیل دافغان ولسمشر اشرف غنی له خوا د له طالبانو سره له کوم شرط پرته دخبروااترو دبلنې ملاتړ کوو ، که په افغانستان کې د سولې اوا من د ټینګولو لپاره له پاکستانه درول لوبولو غوښتنه وشی ، نو حتما به دغه کار وکړوو .

زمونږخبریال  ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دپآکستان   خارجه وزیر خواجه محمد آصف  نن  دخبریالانو په ټول کې په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  که امریکا په سیمې کې  امن غواړی ، نو باید پخپلو پالیسیو بیا کتنه وکړی ، او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دې دپاکستان  قربانیانو ته هم احترام په سترګه وګوری .

  هغه ووئیل  دافغان ولسمشر اشرف غنی له خوا د له طالبانو سره له کوم شرط پرته دخبروااترو  دبلنې  ملاتړ کوو ، که  په افغانستان کې  د سولې اوا من د ټینګولو لپاره له پاکستانه درول لوبولو غوښتنه وشی ، نو  حتما به دغه کار وکړوو .

 دپاکستان خارجه وزیر همداراز  ووئیل   په کشمیر کنټرول  لاین کې  دهندیانو  دخلاف ورزیو ته به هم  په موقعې کوټلی ځواب ورکړو ، داسې ښکاری چې  دغه ګاونډی هیواد  امن او ثبات نه غواړی او له دوه نیمو کلونو راهسې  داسې کومه ورځّ نشته چې د اوور بند خلاف ورزی ونه کړی ،  او په جمواو کشمیر  کې هم دهندی پوځیانو ظلمونه اوجنایتونه له هیچا پټ نه دی ، دنړیوالې  ټولنې  ضمیر هم ویده دی  او باید  دکشمیریانو چغه  د  درستو نړیوالو غوږونو ته ورسول شی .