غلام خان بندر د سوداګریزو توکو د وړو راوړو لپاره پرانیستل شو
غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د مسؤلینو په غوښتنه پرانيستل شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د پاکستان د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ د غلام خان بندر له لارې، د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شوی دی.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن وویل چې دغه لار د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره ډېر لوی اقتصادي اهمیت لري.
ښاغلی الکوزی وايي، غلام خان بندر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د مسؤلینو په غوښتنه پرانيستل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د دغه بندر د خلاصېدو په برخه کې په لومړیو کې، يو لړ ستونزې موجودې وې چې اوس هوارې شوې دي.
د هغه په خبره، د دواړو لوریو د ګډې هوکړې له مخې به، په اوونۍ کې څلور ورځې له پاکستان او دوه ورځې له افغانستانه موټر تګ راتګ وکړي.
له تورخم او چمن وروسته غلام خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه لویه لار ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې بنده وه.