د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر امانو پاکستان ته ولاړ
Mar 13, 2018 09:43 Asia/Kabul
د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۶ کال کې جوړ او پاکستان د دغه نړیوال اورګان له بنسټ ایښودونکیو غړیو بلل کیږی .
د پاکستان د حکومت د رسمی خبری اژانس د راپور په اساس ټاکل شوی ده پاکستان ته د امانو په درې ورځنی سفر کې هغه له لومړی وزیر سره په کتنې سربیره په اسلام اباد ، کراچۍ او فیصل اباد ښارونو کې د پاکستان له ایټمی تاسیساتو هم کتنه وکړی .
امانو هم همداراز د پاکستان د ایټمی انرژۍ د کمیشن له مشر سره هم کتنه او د پاکستان د ایټمی پروګرامونو په اړه خبرې اترې وکړی .
د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۶ کال کې جوړ او پاکستان د دغه نړیوال اورګان له بنسټ ایښودونکیو غړیو بلل کیږی .
امانو وروستۍ ځل څلور کاله مخکې پاکستان ته سفر کړی وو .
ټیګونه