هندي پوځیانو په کشمیر کنټرول لاین کښې نهه پاکستانیان زخمي کړل
Mar 18, 2018 17:04 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي پوځیانو لخوا د هاوان د فایر کیدو له امله ۹ ملکي وګړي زخمي شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي پوځیانو لخوا د هاوان د فایر کیدو له امله ۹ ملکي وګړي زخمي شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې راغلي چې هندي پوځیانو نن سهار د کشمیر کنټرول لاین ته څیرمه کلیو باندې د هاوان ګولۍ وورولې چې پکښې نهه کسان ژوبل شول.
هند او پاکستان په کشمیر کنټرول لاین کښې د شخړې په زیاتیدو سره تل یو بل د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي.
ټیګونه