دایران او پاکستان ورورګلویزې اړیکې د وخت ضرورت دی
دسند ګورنر هم په دغې کتنې کې له ایران سره په تیره بیا په اقتصادی زمینې کې د هراړخیزو اړیکو دپراختیا غوښتنه وکړه او وې وئیل ، د دواړو هیوادونو مخکینۍ تاریخی اوکلتوری اړیکې ایجابوی ، چې دپانګونې ، تجارتی او سوداګریزو زیمنوې ک دوه اړخیزې ملګرتیاوې هم لاپراخې شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر کمال خرازی په مشرۍ دایرانی پلاوی غړو پرون دپاکستان له پخوانی ولسمشر او دپیپلز ګوند له قایمقام آصف علی زرداری او د دغه ګوند له نورو لوړپوړو چارواکوسره کتنه او د دوواړخیزو اړیکو په باب خبرې وکړې .
راپور ښئ دواړو لورو داړیکو دپراختیا په تیره بیا په اقتصادی زمینې کې داړیکو په پیاوړتیا اوپراختیا ټینګار وکړ.
آصف زرداری د دواړو هیوادونو د مخکینیو اړیکو په تشریح کولو سره دایران پاکستان دګیس پایپ لاین دپروژې په بشپړتیا ټینګار وکړ.
کمال خرازی همداراز پاکستان ته دخپل سفر په دوام کې په کراچئ کې دسند صوبې له ګورنر محمد زبیر سره هم کتنه اوخبرې اترې وکړې .
دسند ګورنر هم په دغې کتنې کې له ایران سره په تیره بیا په اقتصادی زمینې کې د هراړخیزو اړیکو دپراختیا غوښتنه وکړه او وې وئیل ، د دواړو هیوادونو مخکینۍ تاریخی اوکلتوری اړیکې ایجابوی ، چې دپانګونې ، تجارتی او سوداګریزو زیمنوې ک دوه اړخیزې ملګرتیاوې هم لاپراخې شی .
د ایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر د مارچ په ۲۶ اسلام اباد ته تللی او له دې وروسته ئې کراچې ته سفر کړی اوټاکل شوې ده چې له کراچۍ وروسته په یوه ورځنی سفر نن لاهور ته لاړ شی .