پاکستان د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټی رژیم جنایتونه وغندل 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68300-پاکستان_د_فلسطینیانو_په_ضد_د_صهیونیسټی_رژیم_جنایتونه_وغندل
د پاکستان خارجه وزیر؛ د غزې تراړې په سیمه کی د فلسطینیانو په خلاف، د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو جنایتونه وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2018 09:54 Asia/Kabul
  • پاکستان د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټی رژیم جنایتونه وغندل 

د پاکستان خارجه وزیر؛ د غزې تراړې په سیمه کی د فلسطینیانو په خلاف، د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو جنایتونه وغندل.

د ترلاسه شوی راپور سره سم؛ د پاکستان خارجه وزیر« خواجه محمد آصف » نن شنبه؛ د غزې په تړانګه کی د یو شمیر فلسطینیانو په شهیدانولو کی، د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د جنایت په غندلو سره، له دغه رژیم څخه وغوښتل چی د فلسطینیانو په ضد جنایتونه پایته ورسوی.

د پاکستان خارجه وزیر، په صهیونیسټی رژیم د نیوکی په کولو سره زیاته کړه: د فلسطینیانو په خلاف د یاد رژیم د جنایتونو دوام، د فلسطینی مسلمانانو نسل وژل دی.

د صهیونیسټی رژیم پوځیانو پرون جمعه، په غزه کی په فلسطینی مظاهره چیانو د ډزې په کولو سره، ۱۵ فلسطینیان شهیدان کړی، او له ۱۲۰۰ ؤ څخه زیات شمیر کسان یی ټپیان کړل.