په پاکستان کښې لسو ترهګرو ته د پهانسی حکم تاییدیدا
Apr 02, 2018 13:28 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ ستر قومندان د هغو لسو ترهګرو د پانسی کولو حکم تایید کړ چې د پوځی محکمو له لوری صادر شوی وو.
د ایرنا له راپور سره سم،جنرال قمر جاوید باجوه نن وویل:د هغو لسو ترهګرو په دار د ځړولو حکم یې تایید کړی،چې په پوځی محکمو کښې د پولیسو او پوځیانو په وژلو کښې د ګډون په خاطر په اعدام محکوم شوی وو.
په دغو لسو ترهګرو کښې د مشهور قوال امجد صابری قاتل هم شامل دی.
د پاکستان د پوځ ستر قومندان په وروستیو میاشتو کښې د نورو په لسګونو ترهګرو د اعدام حکمونه تایید کړی دی.
په پاکستان کښې د سپاه صحابه،لشکرجهنګوی او جماعت الاحرار په شمول کابو شل ترهګرې ډلګۍ فالیت کوی.