جنرال باجوه: پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68452-جنرال_باجوه_پاکستان_د_افغانستان_سولې_او_ثبات_ته_ژمن_دی
د پاکستان پوځ لوی درستیز« جنرال قمر جاوید باجوه » وایی؛ پاکستان د افغانستان سولې او امنیت ته ژمن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2018 08:43 Asia/Kabul
  • جنرال باجوه: پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی

د پاکستان پوځ لوی درستیز« جنرال قمر جاوید باجوه » وایی؛ پاکستان د افغانستان سولې او امنیت ته ژمن دی.

نوموړی؛ په جنوبی او منځنی اسیایی چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې«الایس ویلس» سره د کتنې پر مهال وویل، چې پاکستان د سیمې سولې او امنیت او په خاصه د افغانستان امنیت ته ژمن دی.

جنرال باجوه زیاته کړه، چې په دې اړه باید د سیمې نور هېوادونه هم خپل رول ولوبوی.

د راپورونو له مخې، اغلی ویلس تېره اوونی له پاکستانی چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالیتونو د جنوبی اسیا لپاره د نوې ستراتیژی تر اعلان وروسته پر اسلام اباد فشارونه زیات کړی دی.

افغان او امریکایی چارواکی وایی، پاکستان د ترهګرو د ځالو پر وړاندې تر اوسه د پام وړ اقدامات نه دی کړی او د طالبانو د ډلمشرانو په ګډون، د افغانستان ضد ترهګرې ډلې لا هم په دغه هېواد کی په ازاده توګه فعالیت کوی.