په نوازشریف او عمران خان د حملې خطر شته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68506-په_نوازشریف_او_عمران_خان_د_حملې_خطر_شته
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو دوزارت یوه (۱)لوړرتبه چارواکی چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل دهیواد مختلفو جاسوسۍ ادارو مونږته راپورونه راکړی دی چې په پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د هغه په کشر ورور شهباز شریف او د تحریک انصاف په مشر عمران خان دترهګرو حملو زیات خطر شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • دپاکستان د کورنیو چارو وزرات او جاسوسۍ ادارو څو ځله ادعا کړي ده چې دوې د طالبانو ډله او دهغوې بنسټ له مینځه وړی دی .
    دپاکستان د کورنیو چارو وزرات او جاسوسۍ ادارو څو ځله ادعا کړي ده چې دوې د طالبانو ډله او دهغوې بنسټ له مینځه وړی دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو دوزارت یوه (۱)لوړرتبه چارواکی چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل دهیواد مختلفو جاسوسۍ ادارو مونږته راپورونه راکړی دی چې په پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د هغه په کشر ورور شهباز شریف او د تحریک انصاف په مشر عمران خان دترهګرو حملو زیات خطر شته .

هغه وویل د پاکستان په سترو سیاسی مشرانو او دهغوې د کورنیو په غړیو ترهګرې حملې کیدلای شی .

د پاکستان دکورنیو چارو د وزارت دغه لوړرتبه چارواکی وویل د هیواد یوې سترې جاسوسۍ د ادارې په راپور کښې ویل شوی دی تحریک طالبان پاکستان په پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه په ورور شهباز شریف حملې کولای شی .

کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې نوازشریف او شهباز شریف ته هم خطر شته نوهغه وویل بې شکه هغوې ته خطر شته .

دپاکستان د کورنیو چارو وزرات او جاسوسۍ ادارو څو ځله ادعا کړی ده چې دوې د طالبانو ډله او دهغوې بنسټ له مینځه وړی دی او ترهګر اوس له هیواد څخه په تښتې دی خو دوې ادعا کوی چې په پاکستان کښې له پوځی عملیاتو وروسته دطالبانو غړی په افغانستان کښې پټ دی .