امريکائي ډېپلومېټ يو پاکستانے ځوان په موټر سره ووژۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68760-امريکائي_ډېپلومېټ_يو_پاکستانے_ځوان_په_موټر_سره_ووژۀ
د پاکستان په پائتخت اسلام آ باد ښار کښې امريکائي ډېپلومېټ خپل موټر په يو موټر سائيکل وروخېژوۀ چې له امله يې يو پاکستاني ځوان ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 08, 2018 13:28 Asia/Kabul
  • امريکائي ډېپلومېټ يو پاکستانے ځوان په موټر سره ووژۀ

د پاکستان په پائتخت اسلام آ باد ښار کښې امريکائي ډېپلومېټ خپل موټر په يو موټر سائيکل وروخېژوۀ چې له امله يې يو پاکستاني ځوان ووژل شو.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه ځوان له خپل يو بل  ملګري سره په موټر سائيکل سپور ران ؤ چې امريکائي ډېپلومېټ پرې له شا نه موټر وروخېژوۀ.

د دغه وژل شوي پاکستاني ځوان د ملګري حالت هم ډېر سخت بيان شوے دے.

دا په داسې حال کښې دي چې د اسلام آباد پوليسو له دغې موضوع څخه له خبرېدو وروسته د دغه امريکائي ډېپلومېټ له نيولو ډډه وکړه او يوازې د هغه موټر يې پارکېنګ ته بوتلۀ.

ويل کيږي چې دغه امريکائي ډېپلومېټ د پاکستان ځوان له وژلو وروسته په ډېره بده او ترخه لهجه له پوليس سره خبرې وکړې او بې له څه ځنډه په يو بل موټر کښور ته لاړ.

له بلې خوا د دغه وژل شوي ځوان مور پلار د دغه امريکائي ډېپلومېټ په خلاف شکایت وکړ او د پوليسو لخوا د دغې پېښې د  دقيق تفتيش غوښتنه يې وکړه.

د امريکائي ډېپلومېټانو د عرف په خلاف او غېر قانوني چلندونه په پاکستان کښې اوږده مخينه لري او په ۲۰۱۱ کال کښې هم يو امريکائي ډېپلومېټ په لاهور ښار کښې دوه پاکستاني ځوانانو په  ډزو سره ووژل.