په پاکستان کښې د امريکې په خلاف مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68764-په_پاکستان_کښې_د_امريکې_په_خلاف_مظاهرې
د پاکستان خلقو په دغه هېواد کښې د امريکې په تيري ګرو او مداخلت کونکو سياستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د امريکې او صهيونېسټ رژيم بېرغونه يې اوسوزول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 09:49 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د امريکې په خلاف مظاهرې

د پاکستان خلقو په دغه هېواد کښې د امريکې په تيري ګرو او مداخلت کونکو سياستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د امريکې او صهيونېسټ رژيم بېرغونه يې اوسوزول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې پرون په اسلام آباد کښې په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د مرده باد امريکه او مرده باد اسرائيل د نعرو په وهلو سره د امريکې او صهيونېسټ رژيم پراختيا غوښتونکي او جنايکارانه سياستونه وغندل.

په همدې لړ کښې په لاهور ښار کښې د پاکستان د سوداګرۍ د مرکز مشر خواجه سليمان صديقي د مظاهرچيانو په ټول کښې وويل، امريکه او صهيونېسټ رژيم د مسلمانانو په تېره بيا د فلسطين او کشمير د مسلمانانو د قتل عام په لټه کښې دي او پکار دي مسلمانان د امريکې او صهيونېسټ رژيم په خلاف يو موټے شي.

هغه همدارنګ د فلسطين د خلقو د قتل عام او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د ملګرو ملتواو د بشري حقوقو د  ادارو په خاموشۍ او بې پامۍ نيوکه وکړه او زياته يې کړه، د قدس شريف نيواکګران د امريکې لاسپوسي دي او پکار دي اسلامي هېوادونه د فلسطين او کشمير د مظلومو خلقو ملاتړ او ملګرتيا وکړي.