د پاکستان خارجه وزارت د امریکې سفیر وروباله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي سفارتکار د ګاډي د ټکر له امله د یو پاکستاني ښاریز په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د دغه هیواد سفیر وروباله.
د پاکستان خارجه وزارت نن د امریکې د سفیر ډیویډ هیل په ورغوښتلو سره، د دغه هیواد د یو ډیپلماټ د ګاډي په ټکر کښې د یو پاکستاني ښاریز په وژل کیدو باندې د اسلام آباد سخت اعتراض ور واوروه.
د ویلو ده چې پرون د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت د یو کارکونکي په موټر سایکل سپاره دوه پاکستانیان ووهل چې له امله یې یو کس په ځاې مړ شوی او دویم سخت زخمي دی او حالت یې خراب رپورټ شوی دی.
دغه امریکايي سفارتکار د یادو دوو پاکستانیانو ژوند ته د اهمیت له ورکولو پرته د پیښې له ځایه وتښتید او په اسلام آباد کښې د امریکې سفارت ته یې ځان ورسوه او د دغې زړه دردونکې پیښې عیني شاهدانو د امریکايي ډیپلماټ په دغه غیرانساني اقدام خپل قهر او کرکه اعلان کړه.
په همدې لړ کښې د مړ شوي ځوان والدینو له دغه امریکایي سفارتکاره شکایت وکړ او له پولیسو یې د پيښې د دقیقې څیړنې غوښتنه وکړه.