ملګری ملتونه دې دکشمیردخلکو د وژلو د درولولپاره سملاسی اقدام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68928-ملګری_ملتونه_دې_دکشمیردخلکو_د_وژلو_د_درولولپاره_سملاسی_اقدام_وکړی
دکشمیر خلک د کشمیر سیمې د وضعیّت د ټاکنې لپاره د ټول پوښتنې دترسره کولو لپه باب د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکهړه لیک د اجرا غوښتنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 13:33 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دې دکشمیردخلکو د وژلو د درولولپاره سملاسی اقدام وکړی

دکشمیر خلک د کشمیر سیمې د وضعیّت د ټاکنې لپاره د ټول پوښتنې دترسره کولو لپه باب د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکهړه لیک د اجرا غوښتنه کوی .

تسنیم خبری آژانس  راپورورکړ  دپآکستان  لومړی وزیر  شاهد خاقان عباسی  دملګرو ملتو له سرمنشی  غوښتی،  د هندی پوځیانو په لاس دې د   کشمیر  د خلکو  د وژلو د  درولو لپاره  سملاری ګام پورته کړی .

   هغه  دچین  په بیجینګ کې   دآسیائی بوائو غونډې  (بی  او اې  او )په څنډې کې  د ملګروملتو له سرمنشی آنتونیو ګوترش  سره په کتنې کې  ووئیل ،  پر کشمیریانو د هندی عسکرو  دوامدارې حملې  واقعا اندیښمنونکی دی او باید  تعقیب اووسپړل  شی . 

 دپاکستان لومړی وزیر   په دغې کتنې کې همداراز ووئیل ،   دملګروملتو د دستور العملونو  او همدناراز د کشمیر د ولس  دغوښتنې په اساس  باید د  دغې نیواکی سیمې  مشکل د تل لپاره حل شی .

د ملګروملتو سرمنشی  آنتونیو ګوترش  هم  په دغې کتنې کې  د  کشمیر   په باب  د  پآکستان د لومړی وزیر  دخبرو په تائیدولو سره  د دغې سیمې  وضعیّت  نامناسب وبالۀ او  زیاته ئې کړې ده ،  د دغه بحران  دحل لپاره باید  سملاسی  اقدام وشی .

 دملګروملتو امنیت شورا  په ۲۰۱۶کال کې  د هندی عسکرو  له خوا د کشمیر د خلکو  دځپنې په غبرګونو کې  دهندوستان په ضد یو پریکړه لیک تصویب کړی ؤ . هندوستان کلونه کلونه کیږی چې  د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره  ئې دجمو کشمیر زیاتره سیمې  له ترینګلتیاؤ سره   مخامخ کړی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې د کشمیریانو  جنازې  اوچتې نشی  او  په لسګونو  کشمیریان زندانی  نشی .  دکشمیر خلک  د  کشمیر سیمې د  وضعیّت د ټاکنې  لپاره  د ټول پوښتنې  دترسره کولو لپه باب د ملګروملتو  دامنیت شورا دپریکهړه لیک د اجرا  غوښتنه کوی .