درې پاکستانیان لاهم په ګوانتانامو کښې زنداني دي
Apr 13, 2018 03:48 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ګوانتانامو په جیل کښې د دریو پاکستاني ښاریزو د حبس خبر ورکړ.
خواجه محمد آصف د پاکستان په قومي اسمبلۍ (پارلیمان) کښې وویل چې د دې هیواد درې بیګناه ښاریز لاهم په ګوانتانامو جیل کښې بندیوان دي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې دغه درې پاکستانیان د امریکې د ډالرو په خاطر د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په ملګرتیا سره د ګوانتانامو جیل ته سپارل شوي وو، زیاته کړه: د هغوي د آزادۍ لپاره له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې شوې دي.
ټیګونه