په پاکستان کې دامریکاسفارت دترهه ګرو په مرکزبدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69104-په_پاکستان_کې_دامریکاسفارت_دترهه_ګرو_په_مرکزبدل_شوی_دی
په پاکستان کې دا مریکائی ډیپیلوماټانو غیر قانونی او له عرفه لیرې چلندونه اوږده مخینه لری او په ۲۰۱۱کال کې د یوه امریکائی ډیپلوماټ ریمنډ دیویس هم په لاهور کې دوه ځوانان وژلی وو او بیا دامریکائی حکومت په مداخلت سره له دغه هیواده په آرام سره امریکا ته خوځیدلی هم ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 13, 2018 10:21 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دامریکاسفارت دترهه ګرو په مرکزبدل شوی دی

په پاکستان کې دا مریکائی ډیپیلوماټانو غیر قانونی او له عرفه لیرې چلندونه اوږده مخینه لری او په ۲۰۱۱کال کې د یوه امریکائی ډیپلوماټ ریمنډ دیویس هم په لاهور کې دوه ځوانان وژلی وو او بیا دامریکائی حکومت په مداخلت سره له دغه هیواده په آرام سره امریکا ته خوځیدلی هم ؤ .

 د سحر اردو خبری چینل راپورورکړ  د   پاکستان دهل سنت یو ه تکړه  علام عبدالغفور راشد   دپنجاب صوبې په  مرکز لاهور کې   په یوه کنفرانس کې  پخپلې وینا کې وئیلی دی ،  په اسلام اباد کې د امریکا  سفارت  ددې په ځای  چې  ډیپلوماټیک او کونسولی   کارونه ترسره کړی ،  د هغو ترهه ګرو ډلو لپاره  چې  د واشنګټن  په ملاتړ او لمسونې سره  ترهه ګر اقدامات کوی ، په  امن ځای بدل شوی دی . 

  عبدالغفور راشد  همداراز زیاته کړې ،  په پاکستان کې د امریکا ډیپلوماټ   جوزف آمانوئل  هال  چې څو ورځې مخکې ئې   پخپل ګاډی سره  یو پاکستانی   ښآریز وژلی او بل ئې  ټپی کړی دی ، باید  دپاکستان دقانون  په اساس ونیول اوسزا شی . 

  دپاکستان خارجه وزارت  دتیرې یکشنبې په ورځې   په پآکستان کې د امریکا دسفیر  ډیویډ هیل  په احضار کولو سره   دامریکائی ډیپلوماټ   په ګاډی سره د  یوه پاکستانی د وژل کیدا په باب  اعتراض  وړاندې کړی دی .