د پاکستان لمړی وزیر عربستان ته سفر وکړ
د پاکستان لمړئ وزیر، د یو سیاسی او پوځی پلاوی په مشرۍ، د منځنی ختیځ؛ په تیره بیا د سوریی د وروستیو بدلونونو په باره کی، د سعودی مقامونو سره د خبرو اترو په منظور عربستان ته لاړ.
د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، عربستان ته د پاکستان د لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی» او د دغه هیواد د پوځ د مشر « قمر جاوید باجوه » سفر؛ چی له نن دوشنبه څخه پیل شو، دوی ورځی اوږدیږی.
د سعودی له پاچاه« سلمان » او ولیعهد« محمد بن سلمان » سره، د آل سعود په مالی مرستې سره؛ په سوریی د امریکی او د دغه هیواد د متحدینو د حملې په باره کی خبری اترې، پدغه سفر کی د پاکستانی مقامونو له پروګرامونو څخه دی.
د پاکستان خارجه وزارت؛ په دوما ښار کی د کیمیاوی وسلو د کارولو په پلمه، په سوریی د امریکی او د دغه هیواد د متحدینو د اپریل د ۱۴ نیټی حمله غندلې، او د نړۍ له هیوادونو یی غوښتی دی، چی د ملګرو ملتو قوانین په پام کی وساتی.