د پاکستان په حکومت د تحريک انصاف ګوند د مشر نيوکه
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر د افغانستان په جنګ کښې له امريکې سره د ملګرتيا په وجه د پاکستان د په حکومت نيوکه وکړه.
د اېکسپرېس نيوز په نقل سره د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې عمران خان وويل، د افغانستان په جنګ کښې له واشنګټن سره د اسلام آبادملګرتيا يوه غلطه فېصله وه چې د دغه هېواد په فوځ وتپلې شوه.
هغه د دې په بيانولو سره چې له امريکې سره ملګرتيا له افغانستان سره د پاکستان په پوله ايزو سيمو کښې د پرتو قبائلو لپاره زيات تاوانونه رامنځته کړي دي زياته کړه، امريکه د افغانستان د جنګ ذمه واره او په سيمه کښې د ناارامۍ اصلي مسببه ده.
دغه پاکستاني سياستوال همدارنګ د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې د نواز په مسلم ليګ باندې په نيوکې سره وويل: د پاکستان د لرې کړې شوي وزيراعظم محمد نواز شريف پلويانو د دغه هېواد د سترې محکمې په قاضيانو حمله وکړه چې دا مسئله له فساد سره د مبارزې په سياست او د انصاف په ټينګښت د هغوي د قهر ښودنه کوي.
.