د پاکستان پخوانی ولسمشر د امریکا چاپلوسۍ کړی وه
Apr 18, 2018 01:17 Asia/Kabul
-
افتاب احمد خان شیرپاو هم امریکا ته په چاپلوسۍ کښې له پخواني ولسمشر پرویز مشرف سره ډیره مرسته کړي وه .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پلټڼې د ادارې مشر جاوید اقبال وویل پخوانی ولسمشر پرویز مشرف دامریکا په شمول له بیلابیلو هیوادونو د ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کښې څه دپاسه څلورزره(۴۰۰۰) پاکستانیان دهغوې جاسوسۍ ادارو ته سپارلی دی .
هغه وویل د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو هم امریکا ته په چاپلوسۍ کښې له پخوانی ولسمشر پرویز مشرف سره ډیره مرسته کړی وه .
د پاکستان د پلټنې دادارې مشر جاوید اقبال په دې خبرې سره چې تراوسه پخوانی ولسمشر پرویزمشرف او دکورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو د قانون او د عدالت له منګولو تښتیدلی دی د هیواد له قضایی چارواکو وغوښتل په دغه موضوع غور په لومړیتوب کښې ورولی .
ټیګونه