کوئټه کښې ترهه ګريزه حمله کښې دوه کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69678-کوئټه_کښې_ترهه_ګريزه_حمله_کښې_دوه_کسان_ووژل_شول
د پاکستان د بلوچستان صوبې په پائتخت کوئټته کښې په لويديځه بائي پاس سيمه کښې د ترهه ګرو په ډزو سره دوه شيعه کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 11:46 Asia/Kabul
  • کوئټه کښې ترهه ګريزه حمله کښې دوه کسان ووژل شول

د پاکستان د بلوچستان صوبې په پائتخت کوئټته کښې په لويديځه بائي پاس سيمه کښې د ترهه ګرو په ډزو سره دوه شيعه کسان ووژل شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سائيټ د تازه خبرونو له مخې نا پېژندل شويو وسله والو ترهه ګرو په ډزو سره محمد علي او محمد زمان نومې دوه هزاره شيعه ووژل شول او يو بل کس ژوبل شو.

پوليسو وويل چې دغه وژله هدف منه حمله ده چې په کوئټه کښې د هزاره شيعه ؤ په خلاف ترسره شوه. له حملې وروسته يرغلګر په تېښته کښې کامياب شول.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستيو کښې په کوئټه ښار کښې د هزاره شيعه ؤ په خلاف ترهه ګريزې حملې زياتې شوې دي، د اپرېل په وړومبۍ نېټه هم په قندهاري بازار کښې ناپېژندل شويو وسله والو ترهه ګرو په ډزو سره يو هزاره شيعه ووژۀ او يو بل يې ژوبل کړ.

له دې مخکې د مارچ په ۵ نېټه په يو هزاره په ترهه ګريزه حمله ووژل شو.

د پاکستان بلوچستان صوبه په تېره بيا کوئټه د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او طالب ډلې په شان ترهه ګرو ډلو ځاله ده او وخت په وخت په ترهه ګريزو حملو کښې په تېره بيا شيعه په خاورو او وينو کښې لوغړوي او د خلقو د احتجاجونو باوجود د حکومت لخوا د ترهه ګرو په خلاف جدي اقدام نه کيږي.