د پاکستان د پوځ قومندان د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70116-د_پاکستان_د_پوځ_قومندان_د_ازبکستان_له_ولسمشر_سره_وکتل
د ازبکستان ولسمشر د پاکستان د پوځ د قومندان په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیا پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 15:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ قومندان د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل

د ازبکستان ولسمشر د پاکستان د پوځ د قومندان په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیا پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په تاشقند کښې د شوکت میرضیایف او قمر جاوید باجوا په کتنه کښې په سیاسي، اقتصادي، د پانګونې او ټرانسپورټ په برخو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې وجاجول شوې.

په دغه کتنه کښې همداشان وروستي سیمه ایز او نړیوال بدلونونه په تیره بیا د افغانستان مسئله هم وڅیړله شوه.

د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان په دغه ملاقات کښې په تاشقند کښې د افغانستان د کانفرنس ترسره کیدو ته په اشارې سره په دې لړ کښې د ازبکستان له هلوځلو د پاکستان د حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ قومنان جنرال باجوا ازبکستان ته د خپل سفر په دوام کښې د دغه هیواد له دفاع وزیر عبدالسلام عزیزاف سره هم وکتل او د دواړو هیوادونو د پوځي اړیکو د زیاتیدو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.