دپاکستان اسټبلیشمینټ دهیواد له دوه ټوټې کیداهم درس وانخست
له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان په بیلابیلو سیموکې د ادارو په عامو جامو کې مامورانو په پټه اویا په ښکاره څو زره کسان تښتولی او نامعلوم ځایونو ته ئې منتقل کړی چې تر دې دمه ئې هیڅ معلومات نشته په دغو بې درکه شوو کسانو کې زیاتره ډاکټران ،انجنیّران ، سیاسی او کلتوری فعالان او عام خلک شامل دی ، په دې اړه په کرتو مظاهرې اواعتراضونه هم شوی دی ، خو دا دپآکستان د سیاسی او پوځی ادارو چارواکی دی ، چې هیڅ غوږ پرې نه ګروی او دخلکو کړاؤ او درد په اړه هیڅ پروا نه کوی .
زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ په پاکستان کې د بې درکه شوو کسانو د محاکمې په وخت د سپریم کورټ یوه قاضی اعجاز افضل خان د بې درکه کسانو د محاکمې د فیصلې په وخت ووئیل، ډیره د خواشینۍ خبره ده چې دپاکستان اسټبلیشمنیټ د هیواد له دوه ټوټې کیدا هم د رس نه دی اخستی
په دې وخت دپاکستان اټارنی جنرال ساجد الیاس دبې درکه شوو کسانو په باب دبشپړ راپور وړاندې کولو په وخت ووئیل کابو یو زر درې سوه دیرش کسان په بیلابیلو بندونو او مرکزونو کې بندیان دی ، چې د دغو کسانو د محاکمې په اړه د اقداماتو په باب تفصیلات وخت ته اړتیا لری ،البته دوه سوه درې پنځوس کسان خوشی شوی هم دی . د دې په ځواب کې قاضی اعجاز افضل خان ووئیل چې عدالت دا نه وائی چې دا ټول یوزر درې سوه دیرش کسان دې خوشی شی ، خو دا خبره په ډاګه شی ، چې نیول شوی کسانو جرم څه دی ؟ریاستی ادارو ته د اوږدې مودې لپاره د کسانو د بندی کولو اجازت نه شو ورکولی ،باید زر ترزره دې د نیول شوو کسانو محاکمې پیل شی ، ځکه دهغوی خپل خپلوان له یوې مودې راهسې سرګرداان دی ، په دې هیله چې عدالت او کمیشن ورته انصاف ورکړی . قاضی اعجاز افضل پر استبلیشمنټ په سختو ټکونو کولو سره ووئیل دوی عدالت ته هیڅ ډول راپور نه دی وړاندې کړی ، او داسې ښکاری چې دوی د عدالت دفیصلو منلو ته جدی نه دی . هغه په ډیر افسوس سره ووئیل اسټبلیشمنټ دپاکستان له ویشل کیدا هم درس نه دی اخستی،باید د هیواد دولس د ځپلو په ځای د هغوی کړاؤنه کم شی او د هغوی دبچیانو دژغورنې هڅه وشی .
داپه داسې حال کې دی چې له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان په بیلابیلو سیموکې د ادارو په عامو جامو کې مامورانو په پټه اویا په ښکاره څو زره کسان تښتولی او نامعلوم ځایونو ته ئې منتقل کړی چې تر دې دمه ئې هیڅ معلومات نشته په دغو بې درکه شوو کسانو کې زیاتره ډاکټران ،انجنیّران ، سیاسی او کلتوری فعالان او عام خلک شامل دی ، په دې اړه په کرتو مظاهرې اواعتراضونه هم شوی دی ، خو دا دپآکستان د سیاسی او پوځی ادارو چارواکی دی ، چې هیڅ غوږ پرې نه ګروی او دخلکو کړاؤ او درد په اړه هیڅ پروا نه کوی .