دپاکستان استخباراتی ادارې د امریکا ډیپلوماټ ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71084-دپاکستان_استخباراتی_ادارې_د_امریکا_ډیپلوماټ_ونیوه
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوې استخباراتی ادارې ایف ایی ای(Federal Investigation Agency) پرون دامریکا دسفارت پوځی اتاشی ډګروال جوزف امانوئل هال له هیواد څخه د تلو په وخت داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • دامریکا ددغه ډيپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایف ايي ای له چارواکو سره دی .
    دامریکا ددغه ډيپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایف ايي ای له چارواکو سره دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوې استخباراتی ادارې ایف ایی ای(Federal Investigation Agency) پرون دامریکا دسفارت پوځی اتاشی ډګروال جوزف امانوئل هال له هیواد څخه د تلو په وخت داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې ونیوه .

دامریکا دغه ډیپلوماټ چې د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې یې د ټرافیک له  سرې اشارې په تیریدا سره یې  د اسلام اباد په یوه سړک کښې په موټر سائیکل سپور یو کس وژلی وو هڅه کوله له یوشمیر نورو امریکایانو سره یوځاې له پاکستان څخه خپل هیواد ته لاړ شی .

دامریکا یوه سی یودیرش(C-130) ډوله الوتکه په ځانګړی ډول  ددغه ډیپلوماټ د بیولو لپاره داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې کوزه شوی وه .

د پاکستان ځینو رسنیو ویلی دی چې دامریکا ددغه ډیپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتی ادارې ایف ایی ای له چارواکو سره دی .