د پاکستان لخوا د صهیونیسټانو د جنایتونو غندنه دوام لري
د پاکستان سینیټ د اردن سیند په لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې د صهیونیسټانو جنایتونه او د فلسطیني مسلمانانو وژل وغندل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني سینیټرانو د فلسطین له مظلوم ولس سره د خواخوږۍ او پیوستون په څرګندولو سره د فلسطینیانو په نسل وژنه کښې د قدس د نیواکګرو له جنایتونو خپل قهر او کرکه اعلان کړه.
هغوي همداشان له تل ابیب څخه نیواکي بیت المقدس ته د امریکې د سفارت د منتقلولو په لړ کښې د ډونلډ ټرمپ اقدام د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ټرمپ دا فیصله د صهیونیسټي رژيم د خوش خدمتۍ او هغوي له جنایتونو په ملاتړ کښې شوې ده.
د پاکستان د سینیټ نمایندګانو د صهیونیسټانو د حملو په وړاندې د فلسطیني مسلمانانو د مقاومت قدرونه وکړه او له امریکې یې وغوښتل چې خپل سفارت زرترزره له نیواکي بیت المقدس څخه تل ابیب ته ستون کړي او په مینځني ختیځ کښې د شخړې او ناامنۍ د رامینځته کیدو مخه ونیسي.