د ایران او پاکستان اړیکې سټراټیجکې دي
د ایران د کورنیو چارو د وزارت امنیتي او پولیسي مرستیال په دې خبرې سره چې د تهران او اسلام آباد اړیکې سټراټیجکې دي، وویل: د ایران او پاکستان امنیت او اقتصاد په یو بل پورې پیئلی دی.
حسین ذوالفقاري نن په تهران کښې د پاکستان د سفیر آصف علي خان دراني په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو د ګډو پریکړو د لاښه اجرايي کیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران او پاکستان زیاته ملګرتیا په سیمه کښې د موجودې ناامنۍ مخه نیوی شي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال د پاکستان په پوله کښې د تښتول شویو ایراني پوله ساتو ځواکونو د وضعیت په تعقیبولو سره زیاته کړه: پاکستاني ځواکونه دې د دغو پوله ساتونکو په آزادولو کښې مرسته وکړي.
په ایران کښې د پاکستان سفیر آصف علي خان دراني هم په دغه کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دواړه هیوادونه له ډیرو کړکیچونو راتیر شوي دي، وویل: ایران او پاکستان تل د یو بل ترڅنګ وو او په خپلو کښې یې ضروري ملګرتیا درلودلې ده.
هغه له ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې د پاکستاني ځواکونو میړانې او قربانیو ته په اشارې سره څرګنده کړه: هر برید چې د ترهګرو ډلو لخوا په ایران باندې شوی، پاکستاني ځواکونو یې عوامل نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۲۶ نیټه د جیش الظلم په نامه ترهګرې ډلګۍ وسله والو د سیستان او بلوچستان ولایت په میرجاوه سرحدي سیمه کښې د ایران په سرحدي ځواکونو باندې د پاکستان پولې ته څیرمه د ګزمې په وخت حمله وکړه چې نهه تنه پکښې شهیدان شول او یو سرحدي ځواک بریدګرو له ځانه سره د پاکستان خاورې ته وتښتوه چې تراوسه یې هیڅ پته درک نشته.