د پاکستان د ګلګت او بلتستان خلکو اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72116-د_پاکستان_د_ګلګت_او_بلتستان_خلکو_اعتراض_وکړ
د پاکستان په شمال کښې د ګلګت او بلتستان صوبې خلکو د دغه هیواد د واکمن ګوند خلاف په پراخو مظاهرو سره په روان ۲۰۱۸ کال کښې په تصویب شوې بودجې اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 09:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان د ګلګت او بلتستان خلکو اعتراض وکړ

د پاکستان په شمال کښې د ګلګت او بلتستان صوبې خلکو د دغه هیواد د واکمن ګوند خلاف په پراخو مظاهرو سره په روان ۲۰۱۸ کال کښې په تصویب شوې بودجې اعتراض وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د روان کال لپاره په تصویب شوې بودجې باندې په اعتراض کښې د ګلګت او بلتستان صوبې د خلکو مظاهرې له پولیسو سره په نښتې بدلې شوې.

معترضان د یوې صوبې په توګه په پاکستان کښې د ګلګت او بلتستان د رسمي شاملیدو، د راې د ورکړې د حق او همداشان په قومي اسمبلۍ (ملي پارلیمان) کښې ځانته د استازي د لرلو د حق غوښتونکي دي.

دا ولسي اعتراضونه ګلګت او بلتستان ته د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له سفر سره هممهاله پیل شول.

ګلګت او بلتستان سیمه د چین د اقتصادي کوریډور په لاره کښې د راتلو او له دغه هیواد سره د ګاونډ لرلو په وجه ډیر زیات جغرافیايي اهمیت لري.