د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانے مشر ممنوع الخروج شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72278-د_پاکستان_د_استخباراتي_ادارې_پخوانے_مشر_ممنوع_الخروج_شو
د پاکستان سرچينو له قوله د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر له هېواد څخه ممنوع الخروج شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 09:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانے مشر ممنوع الخروج شو

د پاکستان سرچينو له قوله د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر له هېواد څخه ممنوع الخروج شو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ وياند جنرل آصف غفور وويل، د دغه هېواد د استخباراتي ادارې آئي اېس آئي پخوانے مشر جنرل اسد دراني د سپائي کرونيکلز نومې کتاب د ليکلو په تور فوځي محکمې ته له حاضرولو وروسته له هېواده ممنوع الخروج شو.

د پاکستان لرې کړې شوي وزيراعظم نواز شريف، د سېنټ پخواني مشر رضا رباني او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د جنرل اسد دراني لخوا د دغه کتاب ليکل وغندل.

همدارنګ د پاکستان سياستدانانو د دغه کتاب په محتوا ردعمل څرګند کړے او هغه يې د دغه هېواد د ملي ګټو په خلاف بللے دے.