داعش د پاکستان په یوې سرحدي پوسټې حمله وکړه
Jun 06, 2018 03:42 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کښې په یوې سرحدي پوسټې د داعش ډلې د دوو ترهګرو د حملې له امل درې پولیس ځواکونه وژل شوي دي.
د ایسنا د خبر له مخې د پاکستان د پولیسو یو افسر ولي محمد پرون د دې خبر په اعلانولو سره وویل: دوو داعشي ترهګرو هڅه وکړه چې په مستونګ ښار کښې یوې سرحدي پوسټې ته په ننوتو سره ترهګر عملیات ترسره کړي خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
په دغه حمله کښې چې داعش ترهګرې ډلې یې پړه هم منلې ده، درې پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه تنه نور زخمي شوي دي.
مستونګ ښار د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې په کابو ۵۰ کیلومیټرۍ کښې پروت دی.
ټیګونه