په پاکستان کې دامام علي د شهادت د تلین دستورې ترسره شوې
د پاکستان شیعیانو نن د روژې په یوویشتمه نیټه چې د حضرت امام علي علیه السلام د شهادت د تلین له ورځې سره سمون خوري د عزادارۍ د مراسمو په ترسره کولو سره د خپل امام په غم کې ویر او ماتم وکړ.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې نن چارشنبه چې د امام علي د شهادت د تلین ورځ ده د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله لاهور، کراچۍ، کویټه پیښور او حیدر آباد کې خلکو په جوماتونو او امام باړو او په واټونو کې د ویر او ماتم دستورې جوړې کړې او د امام علي په غم کې یې سینه زني وکړه.
د پاکستان د پولیسو په زرګونو کسانو د دغه مراسمو امنیت په غاړه اخستی و.
د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې ورځې په سهار د هجرت په څلویښتم کال د خوراجو د ډلې یو شقي انسان ابن ملجم مرادي په داسې حال کې چې حضرت امام علي علیه السلام د کوفې په جومات کې د سهار په لمانځه اخته وه هغه حضرت د تورې په ګوزار ژوبل کړ چې دوه ورځې پس یعنې د روژې په یوویشتمه نیټه هغه حضرت د دغه ټپ له امله شهید شو.